• لوبغاړي د پاکستان کرکټ بورډ باندې د جدي تورونو وروسته تقاعد شو
  • محمد عامر د پاکستان د ټیم مدیریت په ذهني ځورونې تورن کړ

Pاکستان د ملي لوبډلې تیز بالر محمد عامر نړیوال کرکټ ته د الوداع اعلان وکړ. محمد عامر خپله پرېکړه د پاکستان کرکټ بورډ ته کړې ده. محمد عامر داسې مهال نړیوال کرکټ پریښودو پریکړه کړې، چې د لوبډلې اوسنی مدیریت یې په ذهني ځورونې تورن کړی دی. محمد عامر دا مهال یوازې ۲۸ کلن دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، محمد عامر په مدیریت د ذهني ځورونې تور لګولی او ویلي یې دي چې له ده سره لوبې کول ستونزمن دي، نو د جلا کېدو پرېکړه مې کړې ده. عامر دا هم ویلي چې د نیوزیلینډ سفر لپاره په ۳۵ کسیزه لوبډله کې د نوم نه اخیستلو له امله مې مناسبه وګڼله چې د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړم او دا هم وګورم چې څنګه مخ په وړاندې لاړ شم.

د محمد عامر بشپړ بیان

محمد عامر وايي، چې د دغه ډول چاپېریال د رامنځته کېدو له امله فکر نه کوم، چې د دغه مدیریت لاندې به لوبه وکړم. زه همدا اوس کرکټ پریږدم. امیر وویل چې هغه ذهني شکنجه شوی دی. هغه وویل چې زه فکر نه کوم چې زه به یې برداشت کړم.

عامر دا هم وویل چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ له کرکټ څخه لرې وم، بیا هم ماته خوړلې او سزا هم ورکړل شوې خو دا دوام لري. ماته ویل شوي چې PCB په ما ډیره پانګونه کړې ده. هغه وویل چې زه غواړم دوه کسانو ته کریډیټ ورکړم چې په ما کې یې پانګونه کړې. د پي سي بي پخواني مشر نجم سيټي او شاهد افريدي. په هغه وخت کې دواړو له ما سره مرسته وکړه. د لوبډلې پاتې کسانو ویلي وو چې له ما سره لوبې نه کوي، زه غواړم له دغو دوو کسانو مننه وکړم.

محمد عامر دا تور هم لګولی چې له ټیسټ کرکټ څخه د وتلو پریکړه یې شخصي پریکړه وه، خو هر وخت پر ما توندې نیوکې کیږي. د خپلې پرېکړې په توپیر یې ویلي، چې نه غواړم د ملي لوبډلې لپاره لوبه وکړم. ولې څوک نه غواړي چې د خپل هیواد لپاره لوبه وکړي؟

د پاکستان کرکټ بورډ هم د دې معاملې نوټس اخیستی او د لوبغاړو نه یې رپورټ اخیستی او د عامر د تقاعد په اړه یې اعلامیه هم خپره کړې ده. په خپره شوې خبرپاڼه کې د عامر له قوله ویل شوي، چې په نړیوالو لوبو کې د لوبېدو اراده نه لري او په راتلونکي کې باید په پام کې ونه نیول شي.